IQNA

په جاپان کې د قرآن کریم د حفظ عمومی  سیالیو ترسره کېدل

13:40 - January 05, 2026
د خبر لمبر: 3492267
ایکنا - په جاپان کې د اسلامي وقف ټولنې په هڅو سره د قرآن کریم د حفظ شپږ ویشتمې عمومی سیالۍ ترسره شوې.

یکنا نیوز د «مسلمون حول العالم» له قوله راپور راکړی چې دا سیالۍ د «اوتسوکا» جومات په ملګرتیا ترسره شوې او له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو پکې ګډون کړی و.

د سیالیو ځینې برخې د ټوکیو په جامع جومات کې ترسره شوې او د جاپان د مسلمانې ټولنې نجونو او هلکانو، چې له بېلابېلو قومونو او کلتوري شالیدونو څخه وو، پکې فعاله برخه واخیسته.

دغو سیالیو یو ځل بیا دا خبره روښانه کړه چې قرآن کریم، د جغرافیائي واټن او د ژبو له توپیر پروا پرته، لا هم د مسلمانانو د یووالي ستنې ده او منظم قرآني فعالیت کولای شي حتی په غیراسلامي چاپېریالونو کې هم یوه منسجمه ټولنه رامنځته کړي.

د دغو سیالیو موخه د خداي تعالی له کتاب سره د اړیکې پیاوړتیا او په ټول  جاپان کې د مسلمانانو ترمینځ د قرآن حفظ او تلاوت ته هڅونه وه.

په دې سیالیو کې د بېلابېلو عمرونو ډلې، له ماشومانو رانیولې تر ځوانانو او لويانو پورې، سلګونه ګډونوال شامل وو او د ښځینه او نارینه  قاضیانو یوه کمېټې د دې پروګرام څارنه کوله.

دا سیالۍ په دوو پړاوونو کې ترسره شوې؛ لومړی پړاو د انټرنېټ له لارې، د جاپان د بېلابېلو سیمو د ګډونوالو د شرایطو په پام کې په نیولو سره ترسره شو، او د سیالیو دویم پړاو د ټوکیو په جامع جومات کې ترسره شو.

د قاضیانو  په کمېټې کې نامتو قاضیان ، لکه محمد داوود له مصر څخه او هشام عطوه، ګډون درلود. د دغو مخکښو قاضیانو شتون د ګډونوالو او د هغوی د کورنیو لپاره یو ارزښتناک فرصت و، څو له قرآني علماوو او تجربه‌لرونکو مبلغینو سره د قرآن، ښوونې، تبلیغ او ټولنیز فعالیت په برخې کې نېغ په نېغه تعامل ولري.

https://iqna.ir/fa/news/4326869

captcha